ایکنانیوز د «العربیه» د راپور له قوله راپور راکړ،د الازهر شیخ، احمد الطیب، ووئيل؛چې د الازهر او واتیکان په ملګرتیا سره د مصنوعي ځیرکتیا یا هماغه آرټيفیشل اینټلیجنس د اخلاقي اصولو منشور جوړېږي،چې ماډرن ټکنالوژي باید د بشریت د سمون او پرمختګ لپاره د خوځنده ځواک په توګه وکارول شي.
هغه دا خبر ؛صلحې ته د رسېدو لپاره د زړورتیا موندل» په عنوان سره د نړیوالې سولې په هغې غونډې کې ورکړ،چې د ایټالیا په پلازمېنې روم کې د ایټالیا د ولسمشر سرجیو ماتارلا او د بلجیّم د ملکې ماتیلده په ګډون ترسره شوه.
شیخ احمد الطیب څرګنده کړه: د دغه منشور دبرابرولو پروسه د واتیکان له پخواني پاپ پاپ فرانسیس، سره پیل شوې وه، خو د هغه د ناروغۍ او بیا د هغه د مړینې له امله د دې مهم سند خپرېدل وځنډېدل.
هغه زیاته کړه: اوس مهال د الازهر، واتیکان او د مسلمانانو د حکماؤ شورا ګډ ټیمونه د دغه سند د بشپړولو لپاره کار کوي،څو دا سند د یوه نړیوال اخلاقي او بشردوستانه مرجع په توګه عمل وکړائ شي.
الطیب ټینګار وکړ: دا منشور به د انسان او د هغه د لاس د جوړو اوسنیو ماډرن ټیکنالوژیو ترمینځ سمه اړیکه منظمه کړي او ډاډ به ورکړي چې مصنوعي ځیرکتیا د بشریت خدمتګار پاتې شي، نه دا چې د انسان پر ستوني چاړه شي.
هغه وویل: مصنوعي ځیرکتیا ( اې آئي ) اوس د ټولنو د بدلون او پرمختګ یو اساسي ځواک ګرځېدلی، نو اړینه ده چې د دغې ټیکنالوژۍ د اخلاقي کنټرولولو له لارې د بشریت لپاره یو عادلانه او منصفانه راتلونکی جوړ شي.
شیخ الازهر څرګنده کړه: مونږ باید درک کړو چې د معنوي او ديني ارزښتونو او میراث ساتل د دغې نوې ټکنالوژۍ د کارونې پر مهال د تفریح او انتخاب خبره نه ده، بلکې دا یو اخلاقي دنده او ستر انساني مسؤلیت دی.
https://iqna.ir/fa/news/4313404